|
د نوميالي ټولنيز شخصيت او ليکوال سيداګل غريبيار د مړينې له کبله د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام |
|||
| چاپي بڼه | |||
|
د ٢٠٠٧ کال د جون ١٦ جرمنی ، د کولن ښار په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان نامتو فرهنګي او ټولنيزشخصيت ، ليکوال او څېړونکی سيداګل غريبيار د زړه د حملې له کبله تېره شپه د جلال آباد په ښار کې له نړۍ سترګې پټې کړې . انا لله و انا اليه راجعون ارواښاد سيداګل غريبيار چې له ډېرو کلونو راهيسې په امريکا کې اوسېده، يوه مياشت وړاندې خپل هېواد ته تللی و . هغه له هېواده لېرې هم د، د وطن د کلتور د ودې او سمسورتيا لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې او په ټولنيزو ، ملي او کلتوري هلو ځلو کې ډېر فعال و . د ارواښاد غريبيار په آثارو کې د ملنګ جان د شعرونو د يوې بشپړ ې ټولګې راټولول او خپرول ، د نوميالي افغان وزير صاحب محمد ګل خان مومند د ژوند او شخصيت په اړه يو مهم تحقيق او د پښتنو د اولسي ادبياتو د ځينو اړخونو په اړه ارزښتناکې څېړنې په ځانګړې توګه د يادونې وړ دي . د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، په داسې حال کې چې دخپل دغه نوميالي ليکوال مړينه لويه ضايعه ګڼي ، هغوی ته د الله (ج) په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي ، له کورنۍ ، دوستانو او افغاني کلتوري کړيو سره په دغه غم کې ځانونه شريک ګڼي . په درناوي د ټولنې د مشرتابه جرګه
|
|||
| بېرته شاته | |||
| د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه ــ جرمني | |||